لیکوال : کوشان ساپی
په ایران کې افغاني مهاجرین، اعدام  او په افعانستان کې ایراني مهاجرین په ایران کې افغاني مهاجرین، اعدام او په افعانستان کې ایراني مهاجرین

دا خو یوه منل شوې خبره ده چې مهاجر (  په هر ځای او په هر وخت   ) په ټولنه کې  د دوهمې طبقې خلګ شمېرل کېږي   او په ټولنه کې د مزدورکار، کروندګر، ډریور، کارګر او یا د نرس په توګه ترېنه کار اخستل کېږي  او یا په بل عبارت  یې چې ووایم ، مهاجر  په ټولنه کې   د یو مفلس حیثیت لري او په مفلسو خلګو کې  د جرایموشمیر   طبعي خبره ده چې ډیر  وي او دا نو یو ټولنیز  پرابلم دی  او داسې ټولنه هم نشته چې د دې پرابلم سره لاس او ګرېوان نه وي   .

 

نو د ایران دولت که د دې ځواک لري  چې اتومي بم جوړ کړي،باید د دې توان  هم ولري چې په ټولنه کې مهاجرو ته  د کور، کار  او فردي پرمختګ  زمینه برابره  کړي . یواځې د  مهاجرو مجرامنو په اعدامولو ټولنه کې امنیت نشي ټینګېدی او د  دې کار د پاره باید ټولنه تربیه شي ، نه اعدام.

 

دا سمه ده چې د ایران دولت افغاني مهاجرو ته یې دعوتنامه نده لېږلې  چې ځار ـ کربان  راځۍ ایران ته . خو مهاجرت که د سیاسي عواملو له کبله وي او که د طبعي  عواملو له کبله ، د ټولو اقوامو  د تاریخ ځنې پاڼې يې تورې کړي دي .

 

همدا په خپله د پارس یا د  نننی ایران   تاریخ  ته په یوې کتنې ښکاري چې  که دوۍ باندې  بابلیانو ، یونایانو او یا دا چې عرب ، ترک او مغلو یرغل کړی  ، نو دوی همدې هندوکش ته پناه راوړې ده  او دا د هندوکش شاه ځلمو خپل ځان مرګ ته برابر کړی خو هیڅکله  کوم څوګ یې  احمد او یا محمود ته ندی تسلیم کړي  . ولاوو که دا یې د خپل د ځان دښمن هم وي .

 

نو ددلته د ایران واکدارانو ته د شرم ځای دی چې  افغان مهاجرو  باندې  په پټه او تر پَردې شا، د اعدام حکمونه صادروياو هغه هم په داسې حال کې چې ایرانیان پوهېږي چې د افغانستان دولت د افغاني مهاجرو مدافع وکیل ندی.

مجرم  مجرم دی او جزا باید ورته ورکول شي ، خو اعدام جزا نده بلکې اعدام لمنځه وړل دي . او ایران چې د یو پنځه زره کلن تاریخ دعوا کوي  باید د تاریخ له پانو یې دا زده کړي وي چې :

 

وقایعه بهتر است از معالجه.

 

تاریخ  د طبقاتو جګړه نده ، بلکې تاریخ د اقوامو جګړه  ده او پایله یې د اقوامو هجرتونه دي .

 

مهاجرو سره ناوړه چلند او د هغوۍ بشري حقوقو تر پښو لاندې کول یو نړیوال پرابلم دی او په څو لیکنو او لاریونونو نشي حلېدلی . د دې پرابلم حل یواځې او یواځې  یو له بله سره په تفاهم  او کو ایکسسټېنس کې دی .

خو بیا هم مهاجر دېخوا او مهاجر هخوا ؛  که د هجرتونو تاریخ ولوستل شي ، بیا نو یهودانو د دوه زره کالو هجرت تیر کړی  او که دوۍ د ګاز په تناره کې هم سوزول شوي ، هیچا د دوۍ له پاره لاریون ندی کړی .

 

 په درناوۍ او درنښت


May 7th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي